د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تېر کال په لړ کې د ډبرو سکرو په صادراتو کې د ۶۵ سلنې له کموالي خبر ورکوي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د ۱۷۴ میلیونو ډالرو په ارزښت د ډبرو سکاره صادر شوي، په داسې حال کې چې په ۱۴۰۱ لمریز کال کې د هغو د صادراتو ارزښت ۴۹۷ میلیونه ډالرو ته رسېده. بل پلو، د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، دغه وزارت هڅه کوي چې بهر ته د صادراتو په برخه کې د افغانستان د ډبرو سکرو لپاره بدیل بازار پیدا کړي. د دغه وزارت چارواکي زیاتوي، چې اوسمهال د ډبرو سکرو د کانونو د استخراج چارې په قانوني ډول روانې دي.