د پکتيکا ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دې ولایت په يحيی خېلو ولسوالۍ کې يو ډول ناروغۍ ۸ ماشومان مړه کړي دي. د یاد ولایت ځايي خلک وايي، په ماشومانو کې داسې ناروغۍ ګډه شوې چې پر بدن یې یو ډول دانې راپورته کېږي او تودې تبې یې د بدن ځينې برخې له کاره غورځوي او وروسته ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوي. دوی وایي دا چې د دې خورې شوې ناروغۍ په درملنه کې د پکتيکا روغتياپالان هم پاتې راغلي دوی یې هم سخت اندېښمن کړي دي. د دې ناروغۍ د نوم او نورو لاملونو په اړه تر اوسه د پکتيکا ولایت روغتياپالانو او دغه راز د عامې روغتيا ریاست مسوولينو څه نه دي ويلي.