د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، دمګړۍ په ټول هېواد کې د نفتو شاوخوا ۲۴ فعال څاهګانې شته چې د ورځې ۱۳نیم سوه ټنه نفت ترې را ایستل کېږي او د څاه ګانو په شمېر کې ډېروالی راځي. د یاد وزارت ویاند ویلي، چې د افغانستان په ۲۰۰زره کیلومتره مربع مساحت کې نفتي ساحې شته چې په پنځو لویو حوزو وېشل شوې دي. د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د اوس لپاره یوازې د امو دریا نفتي حوزه له یوې چنایي کمپنۍ سره قرارداد کړی چې هلته د اکتشاف، استخراج او د نفتي څاګانو کېندلو کارونه دوام لري.