د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وايي، په تېر یوه کال کې په هېواد کې څه باندې درې زره هغه ماشومان له دوی سره ثبت شوي چې د سوري زړه په ناروغۍ اخته شوي دي. د دې ادارې مسوولین وايي، له دې ډلې څه باندې ۲۴۰۰ ماشومان د هېواد روغتونونو ته لېږدول شوي او پاتې نور یې د درملنې لپاره له هېواده بهر استول شوي دي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي چې په وروستي یو کال کې یې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته څه باندې درې زره ماشومان ثبت کړي دي. د یاد بنسټ ویاند وایي، یو شمېر دغه ماشومان یې له هیواده بهر استولي او څه باندې دوه زره او څلور سوه تنه یې د درملنې او عملیات لپاره په کور دننه روغتونونو ته ور پیژندلي دي.