د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د ۱۴۰۲ کال د کب په میاشت کې د هېواد په کچه ۱۴۱.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او ۷۸۹.۷ میلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي. د دې ادارې د ارقامو تحلیل ښيي چې د ۱۴۰۱ کال د کب میاشتې صادرات د تېر کال همدې میاشتې په پرتله ۳۲.۹ میلیونه ډالر کموالی لري او ۱۴۰۱ کال د کب میاشتې په پرتله ۱۴۰۲ کال همدې میاشت کې د وارداتو کې هم ۹۹.۲ میلیونه ډالره په ارزښت زیاتوالی راغلی دی. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې د تېر کال په کب میاشت کې تر ټول زیات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي امارتو ته شوي او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، هند او چین هېوادونو څخه شوي دي.