د ځايي چارواکو په خبره، پاکستاني لوري د دوشنبې په ورځ د تورخم دروازه د هغو بيړنیو ناروغانو پر مخ تړلې چې تر دې وړاندې به له پاسپورټ او وېزې پرته پاکستان ته د درملنې په موخه تلل. د مالوماتو له مخې پاکستاني لوري ورته ویلي، چې پر تورخم دروازه نور هغو ناروغانو ته اجازه نه ورکوي، چې قانوني اسناد نه لري. د سرپرست حکومت چارواکي هڅه کوي چې له ډيپلوماتيکو لارو دغه ستونزه حل کړي او د ناروغانو ستونزو ته د پای ټکی کېږدي. بل خوا په تورخم کې د انتقال کمېسیون هم له ناروغانو څخه غوښتي چې تر راتلونکي خبرتيا دې ياد کمېسیون ته مراجعه نه کوي. د یادولو وړ ده، چې دا لاره تر دې وړاندې هم په ځلونو د ټرانزيټ او ناروغانو پر مخ د پاکستان له لوري تړل شوې ده.