ایسنا خبري اژانس د ایران د زعفرانو ملي شورا یوه غړي علي حسيني له قوله راپور ورکړی، چې ایران د زعفرانو صادراتي بازار د کمزوري مديريت له امله په لوی لاس افغانستان ته ورکړی دی. حسيني ویلي، چې د زعفرانو عمده واردونکي ایران، افغانستان، متحده عربي امارت، هسپانيه او چين دي. په دې معنا چې افغانستان د ایران د صادراتو بازار نیولی او د ایرن زعفران هند، سعودي عربستان او امريکا ته صادروي. د هغه په خبره؛ پخوا د نړۍ تر ٩٠ سلنې زيات د زعفرانو توليدول له ایران څخه وو؛ خو اوس دغه فيصدي کمه شوې ده؛ ځکه په ايران کې د زعفرانو توليد کم شوى او بيه يې د پنځو مياشتو په پرتله څلور برابره لوړه شوې ده. د ایران د زعفرانو د ملي شورا دغه غړي زیاته کړې، چې ایران په نړۍ کې د زعفرانو لومړی تولیدوونکی دی؛ خو افغانستان، هند، یونان، مراکش او هسپانیه هم د تولید ډګر ته داخل شوي دي.