د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې د تېرو درېوو ورځو پرلهپسې ورښتونو او سېلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰۰ جریبه کرنیز فصلونه سېلابونو لهمنځه وړي دي. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد وايي، د وروستیو سېلابونو له امله په مرکز پلعلم، ازرې او محمداغې ولسوالیو کې شاوخوا ۳۰۰ جریبه کرنیز فصلونه د سېلابونو راوتلو له کبله لهمنځه تللي دي. شاهد زیاته کړه چې په مرکز پلعلم او ازرې ولسوالیو کې لسګونه هستوګنیز کورونه، پلونه او پلچکونه هم سېلابونو نړولي دي.