پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکو د نړیوالو مرستندویه بنسټونو له استازو سره په یوه بېړنۍغونډه کې له هغوی غوښتنه کړې، چې په هیواد کې د وروستیو سیلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو په رسولو کې همکاري وکړي. د یاد وزارت مسوولین وایي، له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې ۷۰کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۶ نور ټپیان دي. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په دغه بېړنۍ غونډه کې د خوړو نړيوال سازمان، اوچا، يوناما او يوشمېر نورو بنسټونو استازیو هم ګډون درلود. یادو مرستندویه بنسټونو ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د سېلابځپلو کورنیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.