د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې له پاکستاني لوري څخه غوښتنه کړې چې د کراچۍ–پېښور د اوسپنې پټلۍ دې د افغان او پاکستاني سوداګرو د اسانتیاوو برابرولو په موخه بېرته پرانېزي. په اسلاماباد کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس ضیاالحق سرحدي ویلي، چې اوس له کراچۍ څخه پېښور ته د سوداګریزو توکو د لېږدرالېږد لګښت د تېلو د لوړې بیې له امله څو برابره زیات شوی او د دواړو هېوادونو سوداګرو ته یې زیانونه رسولي دي. په همدې حال کې یوشمېر افغان سوداګر چې اوس له کراچۍ بندره د موټرو په وسیله خپل سوداګریز توکي رالېږدوي، د لېږدولو د لوړ لګښت په اړه شکایت کوي او له کراچۍ نه تر پېښوره د اورګاډي پټلۍ د بیا پرانېستلو غوښتنه کوي.