د روغتیا نړېوال سازمان د افغانستان څانګې نن پر خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د کابل خیرخانې مېنې په ۱۰۲ بستریز روغتون کې یې د ماشومانو خوارځواکۍ د مخنیوي څانګه جوړه کړې ده. دمالوماتو له مخې، په دغه څانګه ۵۰ زره ډالر لګښت راغلی دی. دیاد سازمان په خبره دا به په خوارځواکۍ له اخته ماشومانو سره په درملنه کې مرسته وکړي. د روغتیا نړیوال سازمان تر دې وړاندې ویلي و، چې له تېر سپټمبر راهیسې یې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې له ۲۵ روغتونونو سره د څه باندې ۴،۴ میلیون ډالرو په ارزښت د طبي توکو او درملو مرسته کړې ده. دغه سازمان ویلي و، چې یادې مرستې به د ښځو او ماشومانو روغتیايي ستونزې کمې او د مړېنې کچه راټيټه کړي.