ملګرو ملتونو په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې ۱۳ میلیونه افغانانو ته خوراکي مرستې وېشلې دي او ادعا یې کړې، چې د ۲۰۲۱ کال اګسټ راوروسته د دوی بشري مرستو میلیونونه افغانان له قحطۍ ژغورلي او د اقتصادي پرځېدا مخه یې نېولې ده. په راپور کې دغه راز ویل شوي، چې د هرات زلزلو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو راستنېدنه د ۲۰۲۳ کال تر ټولو لویې ستونزې وې او دا یې وښوده چې افغانستان کې دوامداره نړۍوال ملاتړ او ښکېلتیا ته اړتیا ده. د یوناما مرستیال او افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږي کوونکي اینډریکا راټواټه په دغه راپور کې ادعا کړې، خوړو ته نه لاسرسی د افغانانو لویه ستونزه ده او په خبره یې چې په ۲۰۲۴ کال کې به نږدې ۱۶ میلیونه افغان وګړي د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ شي.