د هېواد په ډیری ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته ګڼ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي. یو شمېر هېوادوال وایي چې وروستیو سېلابونو هر څه له منځه وړي او مرستې ته جدي اړتیا لري. طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت هم وایي چې په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله نږدې ۹۶زره هکټاره کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده. ورته مهال د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې اداره هم په روانه اونۍ کې د هېواد په ځینې ولایتونو کې له تالندې او توپان سره مل د بارانونو د ورښت او سېلابونو راوتلو خبر ورکوي. بل لور ته د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي چې ډیری زیانمنو شویو کورنیو ته یې لومړنۍ مرستې لیږدولي او دا لړۍ لا هم روانه ده.