د سټنډرډ ملي ادارې پر خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د بېکیفیته تېلو ۲۲ ټانکرونه بېرته ایران ته ورګرځولي دي. د یادې ادارې په خبره دغه ټیټ کیفیت لرونکي ټانکرونه د فراه د ابو نصر فراهي بندر له لارې ایران ته ګرځول شوي دي. دغه رار د سټنډرډ ملي ادارې مسوولینو له سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته دې د بېکيفيته توکو د داخلېدو مخه ونيسي، که نه نو له قانوني چلند سره به مخ شي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم سلګونه تېل وړونکي ټانکرونه د خراب کیفیت له امله د افغانستان له پولو ایران ته راستانه شوي دي. د سټنډرډ ملي ادارې د شمېرو له مخې، په تېره یوه میاشت کې د نیمروز او فراه له بندرونو څخه د تېلو د ټیټ کیفیت ۲۴۳ ټانکرونه ایران ته راستانه شوي دي.