د هرات د ټولګټو ریاست مسوولین د دغه ولایت په عمومي لاره د ۸ بابه جوماتونو د جوړولو خبر ورکوي. ټاکل شوې دغه جوماتونه د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شي، چې پیل یې د شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو څخه کېږي. د معلوماتو له مخې؛ دغو جوماتونو کې د اودس ځایونو، ښځینوو او نارینوو لپاره د بېلو ځایونو او د شنو سیمو جوړول هم پلان شوي دي.