د کډوالۍ نړۍوال سازمان پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې له څلورو میاشتو په کمه موده کې یې یو زرو ۱۰۳ افغان مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې ده. دغه سازمان وایي، چې په افغانستان کې د اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د کوچنیو سوداګریزو چارو ملاتړ اړین دی. د یاد سازمان په خبره د خپلو نړۍوالو شریکانو له هغې جملې د ایټالیا د پراختیایي همکارۍ اژانس، د اماني صندوق او د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په ملتیا یې سلګونو ښځو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي. د کډوالۍ نړۍوال سازمان لیکلي، چې دا فرصتونه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ له میاشتې تر اوسه برابر شوي دي. یاد سازمان په داسې حال کې د ښځو د کارونو د ملاتړ خبرې کوي، چې د بلخ د خدیجه الکبرا د ښځو مارکیټ د کرایې د نه ورکړې له امله تړل شوی دی.