د جوزجان ولایت د ترافیکو مدیریت مسوولینو خبر ورکړی، چې د جوازسیر او لایسنس د وېش له درکه یې تیر کال څه باندې ۵۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد مدیریت د مالوماتو له مخې په ۱۴۰۲ کال کې د ۶۳۵۰ ټوکه لایسنس، ۵۵ ټوکه جوازسیرونو د وېش، د موټرو د تخنیکي معاینې او نورو ترافیکي محصولاتو له درکه ۵۸ میلیونه ۲۴۶ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي. د یادونې وړ ده، چې د ۱۴۰۲ کال د دغو محصولاتو د عوایدو راټولول هم دوام لري او امکان لري، چې د ۱۴۰۳ کال په بهیر کې دغه عواید نور هم زیات شي.