ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هوا په ښه کېدو سره به د سالنګ لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شي. د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، چې د ټولګټو چارو سرپرست وزیر محمد عیسی ثاني په دې وروستیو کې د سالنګ له لویې لارې لیدنه کړې او د قراردادي شرکتونو له مسوولانو سره یې د بیارغونې د چارو په اړه خبرې وکړې. هغه له دغو شرکتونو غوښتي چې د سالنګ لویې لارې د رغولو د بيا پيل لپاره خپل پلان چمتو کړي. سالنګ د افغانستان یوه له مهمو لویو لارو څخه ده چې کابل د هېواد په شمال کې له څو ولایتونو سره نښلوي.