د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولینو خبر ورکړی، چې په بلخ کې یې د تاریخ تېرو او بېکیفیته درملو د وارداتو د مخنیوي او له بازار د څار په موخه یوه څانګه پرانېستله. د خوړو او درملو ملي ادارې رییس بلخ کې د یادې څانګې د پرانېستلو پرمهال ویلي، چې د خوړو او درملو ادارې د دې څانګې له پرانېستلو یې موخه د باکیفیته خوړو او درملو د وړاندې کولو څرنګوالي څخه څارنه ده. په ورته مهال د بلخ محلي مسوولینو هم د یادې څانګې له پرانېستلو د هرکلي ترڅنګ، هېواد کې د باکیفیته درملو د تولیداتو پر ډېروالي ټينګار کړی دی. د خوړو او درملو ملي ادارې د رییس په وینا، یاده اداره هېواد کې د درملو تولیدي شرکتونو د ملاتړ لپاره هڅې کوي او په وینا یې، دا مهال هېواد ۷۶ کارخونې د درملو تولید برخه کې فعالې دي.