د عامې روغتیا وزارت سرپرست، په کابل کې د آزربایجان له سفیر الهام محمدوف سره کتلي دي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې، د روغتیا په برخه کې د ګډې همکارۍ، د افغان روغتيايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، په روغتیايي برخه کې د آزربایجان د ونډې او ګڼو نورو روغتیايي موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي. ډاکټر قلندر عباد، د افغانستان او آزربایجان ترمنځ اړیکې اړینې بللي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دوه اړخیزو همکاریو غوښتنه کړې ده. په کابل کې د آزربایجان سفیر هم، په روغتیايي برخه کې پر ګډ کار او دوامداره همکارۍ خوښي څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی چې هېواد به یې د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره دومداره مرسته او همکاري وکړي.