د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي چې، د روان زیږدیز کال له پېله تر اوسه په ټول هېواد کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ نږدې ۴زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت ویاند وایي چې د ۲۰۲۳ زیږدیز کال پرتله د کرونا، ناروغۍ د پېښو کچه کمه شوې ده. بلخوا د افغان – جاپان د ساري ناروغیو د روغتون د کوویډ-۱۹ څانګې مسوولان وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د ترسره شویو ۸۹ معایناتو له ډلې ۲۷ یې مثبتې وې. افغان- جاپان د ساري ناروغیو روغتون له ۲۰۱۹ زیږدیز کال راهیسې تر اوسه پر کرونا ویروس د اخته ناروغانو درملنه کوي. د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په ټول هېواد کې د کوویډ ۱۹ ناروغانو د تشخیص او درملنې څه باندې ۱۰۰ مرکزونه فعالیت لري.