د بدخشان ولایت ځایي چاواکو ویلي، چې د دغه ولايت په «خواهان» ولسوالۍ کې څه دپاسه سل تنه ښځې او ماشومان په ناپېژانده تنفسي ناروغۍ اخته شوي دي. د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس په دې اړه رسنیو ته ویلي، چې د دغه ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د تنفسي ناروغۍ نامعلوم ډول خپور شوی او له مرکز څخه روغتیايي ټیمونه سیمې ته رسېدلي دي. د معلوماتو له مخې، دا ناروغي درې ورځې وړاندې په ښځو او ماشومانو کې خپره شوې، خو ډاکټرانو تر اوسه نه ده پېژندلې. ویل کیږي چې ۴۰ ښځې او ۸۰ ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوي دي. د خواهان له ولسوالۍ څخه تر مركز پورې اوږده لاره او د بدخشان په دغه ولسوالۍ كې د روغتيايي اسانتياوو نشتوالى د دغې ناروغۍ د خپرېدو لاملونه بلل كېږي.