له «پولیو څخه پاک افغانستان» موسسې ویلي، چې سبا دوشنبه به په ټولو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شي. دغې موسسې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په دغه پروګرام کې ماشومانو ته (ویټامین اې) هم په پام کې نیول شوي. له «پولیو څخه پاک افغانستان» موسسې خلکو ته سپارښتنه کړې چې خپلو ماشومانو ته د ویټامین اې لرونکي خواړه ورکړي چې له دغې ناروغۍ وژغورل شي. افغانستان او پاکستان د نړۍ او سیمې په کچه هغه دوه هېوادونه دي چې د پولیو په له منځه وړلو کې لا هم نه دي بریالي شوي. د روغتیا نړېوال سازمان تر دې مخکې ویلي و چې له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل او د خلکو پراخ تګ راتګ په افغانستان کې د پولیو د خپرېدو ګواښ زیاتوي.