د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په کندوز ولایت کې ۲۳۴ نجونو چې هېواد ته راستنې شوې دي، په کندوز ولایت کې د قابله ګۍ په درې کلن پروګرام کې د شاملېدو په آزموینه کې برخه اخیستې ده. د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه پروګرام مالي ملاتړ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا کېږي. دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ازموینې ۸۰ تنه ګډونوالې به په کندوز ولایت کې د قابله ګۍ درې کلن پروګرام ته ور وپېژندل شي.