د میدان وردګو ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت په مرکز میدان ښار کې یې ۲.۵ ټنه تاریخ تېره درمل او خوراکي توکي سوځولي دي. د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، چې یاد توکي او درمل د یاد ولایت د مرکز او یوشمېر ولسوالیو له هټيو څخه د یوې میاشتې په موده کې راټول شوي وو چې د یو شمېر رسنیو په شتون کې وسوځول شول. د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم یاد ریاست د میدان وردګو د یو شمېر ولسوالیو له هټیو څخه یوه اندازه تاریخ تېره درمل او بې کیفیته خوراکي توکي راټول او سوځولي وو.