د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د یو ملي سوداګر له لوري د ۵ سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د کیمیاوي سرې د تولید لومړنۍ کارخونه جوړه شوې ده. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین او د هرات مرستیال والي ویلي چې د یو ملي سوداګر له لوري د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د کیمیاوي سرې د تولید کارخونه جوړه شوې، چې په ۲۴ ساعتونو کې له ۲۰ څخه تر ۲۵ ټنه کیمیاوي سرې د تولید وړتیا لري. نوموړي زیاته کړې، چې د سرپرست حکومت مشرتابه د سوداګریزو فعالیتونو د زیاتوالي په موخه په یاد ولایت کې ۵۰ زره هکتاره ځمکه د صنعتي ښارګوټي د جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده. ورته مهال د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس پیرمحمد حلیمي د یادې کارخونې په فعالیت خوښي څرګنده کړې او له بزګرانو یې غوښتي چې له کورني تولیداتو څخه ګټه واخلي.