د جوزجان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په یاد ولایت کې یې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د فني او مسلکي زده کړو پروژه پیل کړې ده. د جوزجان د کار او ټولنیزو چارو مسوولین وایي، چې د یادې پروژې لګښت د کار او ټولنیزو چارو وزارت له بودجې څخه ورکول کېږي، چې په پرانیستلو سره یې د فلزکارۍ، خیاطۍ، نلداونۍ، برېښنا او نجارۍ په برخو کې ۱۰۰ تنو ځوانانو ته د فني او مسلکي زده کړو زمینه برابره شوې ده. د مسوولینو په خبره دوه برخه یې چې نلدواني او فلزکاري دي چارې یې پرون پیل شوې او د درېیو نورو برخو چې خام توکي یې له مرکز څخه نه دي رسېدلي چارې به یې په راتلوونکو څو ورځو کې پیل شي.