په افغانستان کې د یونسیف ادارې عمومي ریيس تاجالدین اویلا د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې په افغانستان کې د اوبو د پروژو پلې کول د دې ادارې په لومړيتوبونو کې دي او له دې وروسته به د انرژۍ د پراختیا په برخو کې هم فعالیت پیل کړي. اویلا زیاته کړې؛ یونیسف اداره په پام کې لري، چې د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو پیاوړتیا، د اوبو سرچینو د مدیریت او د څښاک اوبو د برابرولو په برخه کې کار وکړي. دغه راز په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبدالطیف منصور د یونیسف له ادارې غوښتي، چې د هېواد لرو پرتو ولایتونو کې د څښاک اوبو برابرولو، له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې، د تخنیکي تجهیزاتو د برابرولو او د انجنیرانو د وړتیا لوړولو په برخه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.