په کابل کې د چین سفیر جاو شینګ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له استازي لیونارد زولو سره په کتنه کې ویلي، چین پلان لري چې له داخلي بې ځایه شویو افغانانو سره د ۱.۵ میلیون ډالرو مرسته وکړي. لیونارد زولو هم پر خپله ټویټر پاڼه د چین د مرستې ستاینه کړې ده. په کابل کې د چين سفارت په یوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې دغه مرسته به د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پروژو د يوې برخې په توګه په افغانستان کې له داخلي بې ځايه شويو کسانو سره د مرستې په موخه ولګول شي. لیونارد زولو هم په ایکس پاڼه لیکلي چې هغه د چین له سفیر سره په دې اړه خبرې کړې چې څنګه په چین کې خصوصي سکټور کولی شي د لویو او متوسطو شرکتونو په مرسته د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي.