د لغمان ولایت په علیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د یونپس په مالي ملاتړ د ۲۷۸ میلیونه ۳۱۸ زره افغانیو په لګښت ۲۴۳ لویې او وړې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د لغمان مرستیال والي د یادو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د خپلې وینا پر مهال ویلي، چې د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشیت پروګرام له لارې د یونپس په مالي ملاتړ او د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست سره په همغږۍ علیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت یادې پروژې پلې شوې، چې ۱۹ زره ۲۱۱ تنو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې وه. په ورته مهال د دغه ولایت کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې یادې پروژې د علیشنګ په ۱۶۰ او د بادپښ ولسوالۍ په ۳۰ شوراګانو کې پلې شوې، چې په کې د نويو سړکونو جوړول او ترمیم، د پلچکونو، واشونو، پلو لارو، کوڅو، استنادي دېوالونو، کانالونو او د اوبو زېرمو رغونه، ترمیم او پاک کارۍ چارې شاملې دي.