د کندهار ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکي پلاوي کندهار ولايت ته د خپل سفر پرمهال د کندهار- سپين بولدک ترمنځ د ريل پټلۍ پروژې لومړنۍ سروې په برياليتوب ترسره کړې ده. د مالوماتو له مخې په یاده سروې کې د مرکزي پلاوي ترڅنګ د پلاوي مشر میرویس غفوري ویلي، چې د کندهار- سپین بولدک اوسپنې پټلۍ پروژه ۹۶ کیلومتره اوږدوالی لري او د کندهار ښار له سپین بولدک ولسوالۍ او بیا په چمن کې د پاکستان له اوسپني پټلۍ شبکې سره نښلول کیږي. د نوموړي په خبره، د دې پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعات مخکي ترسره شوي او په پلان کي ده، چې د مسیر له تخنیکي ارزوني وروسته، د ډیزاین چاري ترسره او تر هغه وروسته به بیا ددې پټلۍ ساختماني چاري هم پیل شي.