دکلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت له لوري د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډېم د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. دکلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت د مالوماتو له مخې یاد چکډېم ۱۷متره اوږدوالی او ۴ متره لوړوالی لري، چې د څه باندې ۲۵۰۰ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري. د ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د دغه چکډېم د جوړولو په جریان کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. د چارواکو په خبره د دغه چکډېم په بشپړېدو سره د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به په خپل ځای وساتل شي.