د هلمند ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د مرکز لښکرګاه ښار په بیټون سیمه کې د ۲۰۰ زره ډالرو په لګښت د چرګانو دانې د تولید یوې کارخونې فعالیت پیل کړی دی. د دغې کارخونې مسؤل عبدالهادي رسنیو ته ویلي، چې ياده کارخونه یې د ۲۰۰ زره امریکایې ډالرو په لګښت د یوکال په موده کې جوړه کړې او ۱۵۰۰ تنو ته په مستقیمه او نږدې ۳۰۰ تنو ته پکې په غیري مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شوې ده. نوموړی وایي، چې د یادې کارخونې ماشینري یې په ایران هېواد کې اخیستې او په یوه ساعت کې ۳ ټنه خام مواد پروسس کوي.