د پنجشېر ولایت د زمرودو کانونو پانګوال وايي، چې د زمرودو د پلور لپاره د داوطلبۍ بهیر تر پخوا شفاف شوی او اوس د پنجشیر قیمتي او کم موندل کېدونکي زمرود لېرې او نږدې هېوادونو ته د افغانستان په نامه صادرېږي. د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، چې په تېرو اتو میاشتو کې چې د پنجشیر د زمرودو په کانونو کې استخراج بیا پیل شوی، د ۴ میلیونو ډالرو په ارزښت شاوخوا ۶۰ زره قیراته زمرود د قیمتي کاڼو په سیمه ییزو سوداګرو پلورل شوي دي. د چارواکو په خبره، د دغه عاید لس سلنه چې شاوخوا ۴۰۰ زره ډالر کېږي، د حکومت د ونډې په توګه د سرپرست حکومت خزانې ته اچول شوي دي.