د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای او ایم) ویلي، چې افغانستان لا هم په نړۍ کې تر ټولو ناوړه بشري بحران ځپلي هېواد دی. دغه سازمان د ۲۰۲۴ کال د افغانستان بحران ته د ځواب ویلو د پلان په راپور کې چې تېره ورځ خپور شوی ویلي، په روان کال کې د اټکل له مخې د افغانستان له نیمايي زیات نفوس ۲۳ عشاریه ۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. د یاد سازمان په خبره د افغانستان د نفوس ۵۲ سلنه یې تر ۱۸ کلونو کم عمره جوړوي چې په ټکو یې دا په نړۍ کې د ځوانانو له پلوه د یوه هېواد تر ټولو زیات نفوس دی. د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان ( ای او ایم) اټکل کوي چې په روان ۲۰۲۴ م کال کې به د افغانستان نفوس ۴۴،۵ ملیون تنو ته ورسیږي چې پنځه کاله مخکې ۳۶،۸ میلیونه و. په همدې حال کې یو شمېر بې وزله افغانان وايي د بې کارۍ له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، دوی له نړیوالو مرستندویه بنسټونو نه د مرستې غوښتنه کوي.