د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر له دوو داخلي شرکتونو سره د ۱۵ کلونو لپاره د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د جګدلک یاقوتو او د هرات ولایت په مرکز کې د باریټ ډبرو د کانونو د استخراج قراردادونه لاسلیک کړل. د هرات ولایت په مرکز کې د باریټ ډبرو کان چې ۵.۷ کیلو متره مساحت لري، د شپږ میلیونه ډالرو په پانګونې سره له یوه خصوصي شرکت سره چې د پروسس شوې برخې ۵۰ سلنه ګټه به یې د سرپرست حکومت خزانې ته سپارل کېږي لاسلیک شو. همدارنګه د کابل سروبي ولسوالۍ د جګدلک د یاقوتو کان چې ۶.۸ کیلو متره مربع مساحت لري، د ۲۷ نیم میلیونه ډالرو په پانګونې د نوري وحدت شرکت سره لاسلیک شو.