د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ۲ زره ۵۲۰ مترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو په سور سره، د ۱۷ ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رياست د معلوماتو له مخې؛ د مزار هډې له لوري د کوتل پر لور اوس مهال په څلورو لیکو کې چې، دوه یې اصلي او دوه نورې یې فرعي دي، د دغه سړک د خاورې لیږدولو، کیندلو او د پاتې خنډونو د پاکولو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده، چې د جوړولو چارې به یې په کابل ۲۰ میاشتو پورې بشپړې شي. د خیرخانې کوتل سړک د کابل له اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کیږي چې، کابل د هېواد له ۱۴ شمالي ولایتونو سره نښلوي.