د لغمان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې تېر کال ۳۴ زره او ۳۸۴ برېښنايي او ۴۱ زره او۴۵۰ کاغذي پېژندپاڼې وېشل شوې دي. د یاد ریاست مسوولین وایي، هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ کسان د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي. د مسوولینو په خبره د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال ۱۶۴۴ کسانو ته په کاغذي پېزندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۱۹ زره او ۳۹۱ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (زېږون کارتونه، د مړینې پارچې، ودونو او طلاق ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.