د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي د کابل د تاریخي سیمو د ساتنې او بیارغونې په موخه یوه کمېټه جوړه شوې ده. د چارواکو په خبره دغه کمېټه د سرپرست حکومت د مشر د فرمان پر بنسټ جوړه شوې او په پام کې ده، په نږدې راتلونکي کې د کابل زوړ ښار او د سیند د داوړو غاړو ودانۍ بیا ورغول شي. د کابل زوړ ښار چې پخپله د زاړه کابل ښکارندویي کوي، د هېواد په کچه یو له زړو ښارونو دی او په کوڅو او زړو کورونو ښکلی دی.که څه هم د زاړه ښار يو شمېر اوسېدونکي او د کابل د نورو سيمو يو شمېر اوسېدونکي د دې تاريخي سيمې له بيارغونې خوښ دي، خو د تاريخي ځايونو د ساتنې او بيارغونې په برخه کې د جدي پاملرنې غوښتونکي دي.