د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ازبکستان د ټرانسپورټ له وزیر، الهام محکموف او د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي، عصمت الله ارګاشیف سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو، سیمه ییز اتصال، ټرانزیټي پروژو، ګډې پانګونې او سیمه کې د افغانستان او ازبېکستان د ټرانزیټي رول په اړه خبرې کړې دي. بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر له خولې لیکلي، دا ځل کابل ته د وسپنې پټلۍ، جیولوجي او کانونو د تکړه انجنیرانو په ګډون له ګڼو تخنیکي ټیمونو سره راغلی او په دغو برخو کې به له اړوندو ادارو سره بېلابېلې ناستې ولري. الهام محکموف دغه راز ویلي، د افغان – ټرانس پروژې د عملي پیل لپاره یې تخنیکي پلاوی ملاتړ کوي او په خبره یې، ازبکستان له افغانستان سره د سرحدي خدماتو ۲۴ساعته کولو ته چمتو ده. خبرپاڼه کې راغلي، د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي هم د هېواد په ځینو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه له افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړه او په دغه برخه کې یې د همکاریو لپاره چمتووالی وښود.