د بغلان ولایت له سېلابځپلو سره د مرستې په موخه د قطر له لوري د خوراکي او غیرخوراکي توکو یوه جوپه د بلخ مرکز مزارشریف ښار هوايي ډګر ته رارسېدلې ده. د مالوماتو له مخې د قطر دغه بشري مرستې پرون دوشنبه، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مزارشریف په هوايي ډګر کې د دغه هېواد د استازیو له لوري د سرپرست حکومت چارواکو ته سپارل شوې دي. د اقتصاد وزارت چارواکو ویلي، چې په دغو مرستو کې خوراکي توکي، طبي وسایل، د کورنیو توکو ترڅنګ خېمې شاملې دي چې بغلان کې د سېلابونو له امله له زیانمنو شویو کورنیو باندې به ووېشل شي. د یادولو وړ ده، چې د قطر استازي د دې مرستو سپارلو پرمهال ویلي، چې په څو ورځو کې به له دغه هېواد څخه د بشري مرستو څلور نورې جوپې هم افغانستان ته راولېږدول شي.