د خوست ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په تېرو پنځو میاشتو کې ۵ ټنه خوراکي توکي چې مشروبات هم پکې شامل دي د ښار اړوند بېلابېلو ناحیو څخه راټول او سوځول شوي دي. د دغو توکو د سوځولو پرمهال د خوست مرستیال والي د اړوند مسوولینو له هلو ځلو د مننې تر څنګ پر سوداګرو غږ وکړ، چې تر وخت تېر توکي دې خپلو هټیو کې نه ساتي او نه دې یې پر خلکو پلوري، ځکه دا جرم دی او ترې لاسته راوړونکې ګټه حرامه ده. په ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ ریس په خپلو خبرو کې د ولایتي رهبرۍ څخه مننه وکړه چې د دوی د هرې قانوني کړنې ملاتړ کوي. نوموړي له سوداګرو وغوښتل چې د شریعت په رڼا کې سوداګري وکړي او تر وخت تېرو توکو له پلورلو دې په کلکه ډډه وکړي.