د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره وایي، جاپان په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو لپاره د اړینو واکسینونو په برخه کې ۶.۹ میلیونه ډالر مرسته کوي. د دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه پروګرام له لارې به په منظمه توګه ۴.۱ مېلیون ماشومان او ښځې واکسین شي. خبرپاڼه کې راغلي، د جاپان حکومت د یونیسف د هڅو په ملاتړ د جاپان د (جایکا) ادارې په همکارۍ په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو د حقونو او هغوی ته د بېړنیو اړتیاوو برابرولو په برخه کې اضافي ۶.۹ میلیونه ډالره مرسته کړې. دغه مرسته به د شري، نري رنځ، ګوزڼ، تور زېړي او تیتانوس څخه د ۴.۱ مېلیون ماشومانو او مېرمنو واکسیني خدمتونه د پولیو واکسین د ملي کمپاین له لارې له پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ څخه د ۴.۷ مېلیون ماشومانو د ساتنې لپاره ولګول شي.