د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې هېواد یې د افغانستان په شمال کې له سېلاب ځپلو سره مرستې ته چمتو دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې که د افغانستان سرپرست حکومت وغواړي؛ نو روسیه چمتو ده چې افغانستان ته خپلې مرستې ولېږي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ایران، ترکیې، قطر او یو شمېر مرستندویه بنسټونو د افغانستان له سیلاب ځپلو سره مرستې ته چمتووالی ښودلی دی. د راپورونو له مخې، سیلابونو او سختو بارانونو د افغانستان په شمال کې ۱۲ زره کورونه ویجاړ کړي او دغه راز د ورستیو شمېرو له مخې یوازې په بغلان ولایت کې یې ۳۱۵ کسان مړه کړي دي.