د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د بغلان ولایت له سېلاب ځپلو سره یې د نغدي مرستو لړۍ پیل کړې ده. د مالوماتو له مخې د نغدي مرستو دا لړۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سر پرست وزیر په شتون کې پیل شوې، چې د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د هر شهید پر سر د ١٠٠ زره افغانیو مرستې وېشل شوې دي. په خبرپاڼه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست له قوله ویل شوي، چې دغه مرستې اوسمهال د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند ٥٥ کورنیو ته د سر پرست حکومت له بودیجې ورکړل شوې او د ټولو شهیدانو کورنیو ته به ووېشل شي.