د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د غزني ولایت اړوند د تالاب حسیني ذخیروي بند لومړنۍ سروې ترسره شوې ده. یاد وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې مسوولینو د یاد ولایت د خوګیاڼو او واغظ ولسوالیو د تالاب حسیني ذخیروي بند لومړنۍ، ټولنیزه، اقتصادي، چاپېریالي او توپوګرافي سروې ترسره کړه. سرچینې زیاته کړې، چې د دې بند په جوړېدو سره به د غزني ولایت په مرکز کې د غیب قلندر، توحید آباد، سلطان محمود ښارګوټی او یو شمېر نورې سیمې د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شي. د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې دخیروي بندونو ته پاملرنه زیاته شوې او دا به د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا لامل هم شي.