د سرپرست حکومت ویاند وايي، د چارو یووالي او بېځایه لګښتونو څخه د مخنیوي په موخه ۸ ادارې له ځینو نورو ادارو سره مدغم شوې دي. نوموړي ویلي، د سرپرست حکومت د مشرتابه د فرمان له مخې د پلټنې ستره اداره د مرستیالۍ بست کې د احکامو او فرمانونو د څارنې او تعقیب له ریاست سره، د افغانستان طبي ستره شورا د لوی ریاست په بست کې د عامې روغتیا له وزارت سره، د خوړو او درملو ملي اداره د معینیت په بست کې د عامې روغتیا له وزارت سره، د اوسپنې پټلۍ اداره د معینیت په بست کې د ټولګټو له وزارت سره، د تېلو او ګازو مرکزي او ولایتي ازمایښتونه او تشکیلات یې د سټنډرډ او نورم له ملي ادارې څخه د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو له معینیت سره، د خوراکي توکو مرکزي او ولایتي ازمایښتونه او تشکیلات یې د سټنډرډ او نورم له ملي ادارې څخه د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو له معینیت سره، د حرفه يي زدهکړو اداره د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره او د المپیک ملي کمېټه د بدني روزنې او ورزش له لوی ریاست سره مدغم شوې دي.