د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ویلي، چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان او روسیې سوداګري شاوخوا ۵۶۰ میلیونه ډالر وه. د نوموړي په خبره؛ د دغو شمېرو پر اساس د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده. د روسيې د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړې، چې مسکو د افغانستان کرنیزو محصولاتو واردولو ته لېواله دی او تېر کال يې دغه هېواد ته له افغانستان څخه انګور او وچې میوې واردې کړې دي.