د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست، سبا د یکشنبې په ورځ د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د نسبتاً تېز باران او تالندې برېښنا اټکل کړی دی. په دغو ولایتونو کې بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، کاپیسا، پروان بامیان، جوزجان، فاریاب، سمنګان، غور، بادغیس هرات او فراه ولایتونه شامل دي. په دغو سیمو کې د ورښتونو کچه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې ښودل شوې ده.