د غور ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست مسوولینو ویلي، چې په تېر کال کې یې ۵۱ زره او ۱۹ برېښنايي او ۴۶ زره او ۱۴۶ کاغذي پېژندپاڼې وېشلې دي. د احصايې او معلوماتو ریاست د مالوماتو له مخې، هره ورځ شاوخوا ۷۰۰ کسان د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي. د مسوولینو په خبره د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي چې ۱۴۳۲ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۱۳ زرو او ۵۸۶ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۱۲ زره او ۸۸۳ زېږون کارتونه او ۷۰۳ د مړینې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.